راتلونکی افغانستان ویپ پاڼه یوه سیاسي، ټولنیز، مستقل او فرهنګی ویپ پاڼه دي، چی په اوسني کړکیچنو حالاتو کښي په وطن مین او ترقي غوښتونکي افغانانو لخوا په نشراتو پیل او پر مخ وړل کیږي،  او د یوه ټولنیز اړیتا په اساس نوموړي ویپ پاڼه تاسیس شوي.

افغانستان لرغونی وطن د تاریخ په پړاونو کی د ویاړونو، جګړی او کړاونو سره تل د اخ او ډب سره مخامخ شویدي.

دا اتل وګړي تل د تاریخ په مختلفو شبیو کښي د خاوری بشپړتیا، ملي ګټي، د ازادي ساتنی او د پرمختیګ له پاره په سرښندنی او میړاني مبارزه کړی او دا ګټي د ملی روحیی سره یی تل په خپل وجود کی ژوندی ساتلی دي.

ددي زوریدلی،کړیدلی او قهرمان ملت په خټه کی ټولنیز عدالت، ملی خپلواکي، ترقی او دموکراسی نغښتی ده.

په اوسنی وخت کی اقتصادی وروسته پاتی والي، د ملی شتمني سره نا انډوله او غیر عادلانه چلند،لړزانده دموکراسي، د بیا رغاونی په اړوند غیرمسولانه چلند، د ملی پخلاني نادرست سیاست،اداری فساد، غلا، اختلاس، د قانون نه حاکمیت،د بی شمیرو سیاسی ګوندونو موجودیت، تیت او پراګ سیاسی حالات،د ګاونډویو هیوادونو فرهنګی او سیاسی یرغل،روانه جګړه د اوسنی افغانی ټولنی د لوی ستونزو له جملي څخه ګڼل کیږي.

په هیواد کښي د سره لښکر یرغل او د یرغلګرو داخلی دوستانو ظلم، د ګاوڼدیوو هیوادونو تر منځه په افغانستان کی د اسلامی تنظیمونو په چوکاټ کښي جنګ او جګړه او له هغه نه وروسته د طالبانو په نوم د بهرنی یرغلګرو یرغل، د افغانستان اقتصادي، ټولنیز، سیاسی او نظامی ستونزي او موجودیت،په نړیواله سطع د پخواني شوروي اتحاد ړنګیدل ،د سیمی هیواونو ټولنیز، سیاسی او مفکوروي اوښتون او تغیر او بالاخره په افغانستان کی یوه نوی تغیر او د ترقي پر لوری بدلون، ددی اړتیا منځ ته راوړ چی یو شمیر ترقی غوښتونکي افغانان د هیواد اوسنی شرایطو ته نوی کتنه وکړی او د هیواد هغه ارزښتونه چی د افغانانو د ملی ګټي سره سمون خوری هغه خلکو ته توضع کړي.

موږ د افغانستان د اکثریت وګړو د ګټي څخه دفاع  او ملاتړ خپل رښتنی دنده بولو او پدی لاره کی زیار باسو.

موږ زیار باسو هغه څه ولیکو چی د افغانستان د اکثریت خلکو د ګټی څخه ملاټړ او نمایندګي وکړي.

هغه کوم سیاسی ګډوډي چی د هیواد په ټولو برخو کښي حاکمه شوی ده، ددی وضعی څخه د وتلو لاره خپل هیوادوالو ته د ملی ګټي پر اساس او د افغانانو د  مثبتو ارزښتونو په رڼا کښي توضع او په اوسنی وضعه کښی هغه تحلیل او ارزیابی کړو.

تر څو ددښ له طریقه هغه کوم روښنفکران چی د ګران هیواد ترقي او پرمختیګ غواړی، زمونږ په اهدافو پوه شي!

او پدی اړوند د موږ سره مرسته او همکاری وکړي.

د ویپ پاڼی چلوونکي او اداره د خپلو هیوادوالو نه هیله لری چی موږ ته داسی سیاسي،ټولنیز، او فرهنګی لیکني او مضامین ولیکی چی د ټولني د روح سره مطابقت ولری، تر څو لوستونکي په لوستولو سره ډاډ او باور تر لاسه کړي چی زموږ په ولسونو او قومونو کی داسی لیکونکی شته چی د هیواد اوسنی او راتلونکي لپاره ښه توکي او لیکنی برابروي.

همداسي مونږ د هغه کسانو او شخصیتونو څخه په ډیره درناوی سره هیله کوو چی په ټولنه کی هغه سیاسی او معنوی ښګڼي خوری کړي چی د ناپوهی،کرکه او نفرت،وژنه،بی علمیتوب او وروستی والي له منځه وړلو کښی د ټولنی سره مرسته وکړي.

او همداسي د ګانډویوو هیوادونو د فرهنګي یرغل د مخنیوي د پاره لازم فرهنګي نشرات او ملت ته د دوی افشا کول د هر ښه افغان وجبیه ګڼله کیږي،

د افغانستان د اکثریت وګړو  هیله هم دي، چی دا منفی پدیدی د ولس له خولی ټوله شي.

افغانانو کولای شي په نړیوال ډګر کښی ډیر ښه ډاډه دوستان ولری او ددي دوستي د ښه ټنګښت له پاره په ټولنه کی سیاسی، ټولنیز او فرهنګي کار ته اړتیا لیدله کیږي.

افغانانو کولای شي د امریکي د  متحده ایالاتو د خلکو او مشرانو سره د دوستي له لاری د نړی د متمدینو هیوادونو په قطار کښی ودریږي.

د همدي نظریي پر اساس هغه شمیر دوستان چی غواړي پدی اړه او پدی لاره کښی د موږ سره مل شي د موږ سره د قلمی اړیکي ټنیګ کړی،تر څو په ګډه د هیواد خلک او ولسونه دیته وهیڅوو چی ځانونه د  اسلامی بنسټ پالني څخه وژغوروی. تر څو چی دا افراطیت ورک نشی وطن مو نه ابادیږي نو راځی چی په ګډه،

د هیواد ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمني، ملی استقلال، د قانون حاکمیت، د وطن سمسورتیا، پراختیا، ترقي، سوله، بیا جوړونی او د فساد په مقابل کښي د ښو چارو له پاره په هره ممکنه برخه کښی نه ستړی کیدونکي خدمتونه تر سره کړو.

او دا د ګران هیواد افغانستان له پاره یوازني  لاره دي، چی افغانان وکولای شی د  روسیی فدراتیف، پاکستان،ایران او د  سعودی عربستان د اغیزی څخه ځانونه خلاص کړي.

ګرانو هیوادوالو! د موږ ګران هیواد افغانستان سیاسي مشران تل په معامله ګري کښي پاتی شویدی،نوځکه زمونږ د مبارزی محور یوازي د ایدیالوژي پر ارزښتونو نه خلاصیه کیږي،بلکه موږ په کیفي او بینادي بدلون باندي فکر کوو،چی زمونږ په فکر کښي دا بدلون کی، فرهنګ، ټولنه، سیاست او اقتصاد متمرکز وي، نه دا چی دا څیزونه وچ درک کړو.

زمونږ هدف دادي تر څو د مبارزی اصلی ځاي د خلکو په منځ کښی ایجاد کړو، او دي دوی په منځ کښي د خلکو د پاره خدمت وکړو، چی ښه دموکراسی همدا دي.

په درنښت

د راتلونکي افغانستان اداره